IQNA

  په امریکاکې د مسلمانانو او یهودیانو په ضد ګواښونه زیات شوي دي

7:53 - December 07, 2023
د خبر لمبر: 3488386
ایکنا-(نیویارک) د امریکا فیډرل ادارې ایف بی آئي  په متحده ایالاتو کې د مسلمانانو او یهودیانو په ضد دګواښونود زیاتیدا په باب دخبرداری ورکړ.

ایکنانیوز د تیار ویبپانې له قوله راپور راکړ،  د امریکا د ایف بی آئي یعني فیډر ل پولیسو ادارې مشر ریستوفر راي په دغه هیواد کې د مسلمانانو او یهودیانو په ضد د ګواښونو د زیاتیدا په باب جدي خبرداری ورکړ.

کریسټوفر اری  اشاره کړې ده چې ایف بی ائي  په چټکۍ سره  د هغو ګواښونو د دریدا لپاره هڅه کوي چې  دغزې په ضد داسرائیلو په جنګ پسې  په زیاتیدا دي .

د ایف بی آئي مشر ټينګار کړی دی ، چې تاؤټریخجن افراط پال په متحده ایالاتو کې دمسلمانانو او یهودیانو  په ټارګټ کولو پسې دي  او مونږ هڅه کوي د فیزیکي حملو د چاودنو  او ځينو نورو جدی ګواښونو په باب چې په سوشل میډیا کې دود شوي دي پلټنې  وکړ  چې  ددغو پيښو مخه ونیول شو.

هغه دې ته په اشارې سره چې  دغه افراط پال  داسرائيلو اوحمس اوسني جن  ته غبرګون ښئ، ووئيل، د ګواښ تر ټولو زیات احتمال  پّ تیره بیا ملماننو ،یهودیانواو عرب توکمه امریکیانو  ته  دی.

د هغه څرګندونې  د متحده ایالاتو  د مشرانو جرګې د قضائي چارو په کمیټې کې بیان شوي دي ،ترهه مهال چې هغه ټينګار کړی دی چې ایف بی آئي  اصلی اندیښنه  هغه مجرمان دي چط داوسني جنګ تر تاثیر لاندې ورغلی  او  ورڅخه د متحده ایالاتو د مسلمانانو اویهودیانو په ضد د ګواښ او تاؤتریخجنو اقداماتو د کولو لپاره  ورڅخه ناوړه استفاده کوي . خو ایف بی ائي به دغه شان اقداماتو اجازت چا ته ورنکړي  او ټول باید په چارې کې ورسره ملګرتیا او مرسته وکړي  څو له امریکا څخه بهر ګواښونه اوشخړې په امریکا کې دود نشي.

داپه داسې  حال کې دي چې دمسلمانانو او یهودیانو  په نمایندګۍ اورګانونو هم د هردواړو دینونو د پیروکارو په ضد د نفرت  خورونې له امله دجنایتونو دزیاتیدا په باب خبرداری ورکړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4186371 

captcha